速報APP / 教育 / Paigham TV Pashto

Paigham TV Pashto

價格:免費

更新日期:2019-05-12

檔案大小:4.4M

目前版本:1.0.1

版本需求:Android 4.0.3 以上版本

官方網站:http://www.paigham.tv/pashto

Email:paighamtv1@gmail.com

Paigham TV Pashto(圖1)-速報App

پیغام ټي وي يوه اسلامي تعليمي تلویزیوني شبکه ده.

دې اسلامي تعليمي تلویزیوني نيټ ورک په 2011 م کې د اردو ژبې په نشرياتو سره پيل وکړ او بيا په 2014 م کې ورسره د پښتو ژبي د خپرونو ابتدا هم وشوه

د پیغام ټي وي د پيل دستوره د امامِ کعبه الشیخ دکتور عبدالرحمن السدیس حفظه الله په سرپرستۍ کې د مکې مکرمې د سپېڅلي ښار په حرمین شریفین تالار کې وشوه.

د دې چینل ټول پروګرامونه د قرآن او سنت د تعلیماتو پر اساس ترتيب کېږي.

Paigham TV Pashto(圖2)-速報App

په ټي وي کې د خپرېدونکو ټولو پروګرامونو څارنه د جيدو ديني عالمانو د يو کاري ټیم له خوا ترسره کېږي.

د پیغام ټي وي د هر پروګرام د قرآن او حدیث په مستندو او کره حوالو سره کره کتنه او نظرثاني کېږي.

د پيغام ټي وي د مدیرانو بورډ( مديره هيئت) له 14 غړيو نه تشکيل شوی دی چې له بېلابېلو هیوادونو سره تعلق لري او د كعبي شريفي امام او خطيب الشیخ دکتورعبدالرحمن السدیس په سرپرستۍ او نګرانۍ کې کار کوي.

پیغام ټي وي خپل نشريات د آسيا سټلايټ ايس 3 (Asia Satellite 3S) له لارې وړاندې کوي چې د آسیا له 70 څخه په زیاتو هېوادونو کې او هم په اسټرالیا کې لیدل کیږي.

Paigham TV Pashto(圖3)-速報App

همدارنګه په ټوله نړۍ کې زموږ ژوندي نشريات پيغام ټي وي له رسمي ويب سايټ (http://www.paigham.tv/pashto/) نه او هم د سمارټ موبايل فونونو د ايپس په ذريعې سره ليدل کېدای شي.